دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 119574
مسکو د جټ الوتکې په اړه د ترکیې ادعاوې له شا په خنجر وهل بولي
پوتین وایې، د ترکیې دغه اقدام چې له کبله یې د روسي الوتکې یو پیلوټ وژل شوی دی، یو جرم بللی او وایې، د روسیې او ترکیې د اړیکو په برخه کې جدي عواقب لرلی شي.

د روسیې ولسمشر په ترکیې کې د روسي جټ الوتکې ویشتل جرم بولي او وایې دوی به هیڅ کله دا ډول جرمونه ونه مني.

د ترکیې هوایې ځواکونو پرون سه شنبې وروسته له هغه روسي Su-24 الوتکه وویشته چې د دوی په خبره د ترکیې فضایې حریم ته ننوتلې وه، خو روسیه دغه ادعا ردوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دغه الوتکه د ترکیې له پولو څخه څلور کیلو متره لېرې وه.

ولسمشر پوتین پرون د تورې بحیرې په سوچي ښار کې د اردن د پاچا عبداله سره د لیدو پر مهال د ترکیې دغه عمل وغانده او ویې ویل، په داسې حال کې چې روسیه د تروریزم په وړاندې په جګړې بوخته وه، دوی د شا له خوا په خنجر ووهل شوه.

پوتین د دې کړنې عواقبو ته په اشارې وویل:

"د نن ورځې غمجنه پېښه به د پام وړعواقب ولري چې په هغه کې به د روسیې او ترکیې اړیکې هم شامل وي."

پوتین ویلي چې په هر صورت د دوی پیلوټ او الوتکې د ترکیې خاورې ته کوم ګواښ نه وو پیښ کړی.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقرې کې د دې پیښې په اړه ویلي چې هېواد یې حق لري د خپلو پولو دفاع وکړي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:

"دا چې ولې په تیرو وختونو کې د سوریې په ارتباط کومه ناوړه پیښه نه وه شوې، دلیل یې د ترکیې خونسردي وه.

هیڅ څوک باید شک ونه کړي چې موږ تر خپله وسه هڅه وکړه چې د دې پیښې مخه ونیسو، خو هرڅوک باید د ترکیې د حق درناوی وکړي چې له مخې یې د خپلو پولو دفاع کوي."

اردوغان وایې، د دې پیښې له کبله خپه دي، خو دا کړنه د هغو قواعدو سره سمه بولي چې وړاندې یې اعلان کړی وو.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم تیر ماښام په واشنګټن کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د خپلې خاورې دفاع د ترکیې حق بللی دی.

ښاغلي اوباما وړاندې وویل:

"ترکیه د بل هر هېواد په څیر د خپلې خاورې او فضایې حریم څخه د دفاع حق لري.

زه فکر کوم اوس دا زموږ لپاره ډیره مهمه ده چې ډاډه شو روسان او ترکان دواړه له یو بل سره خبرې وکړي، دا پیدا کړي چې واقعاً څه پېښ شوي دي او د هرډول تاوتریخوالي د کمزوري کولو لپاره اقدامات وکړي."

تردې وړاندې د پنټاګون یوه ویاند Col. Steve Warren ویلي وو چې دا پېښه پر پوله شوې خو وایې تر اوسه نه شي تاییدولی چې روسي الوتکې واقعاً د ترکیې فضایې حریم نقض کړی وي.

وارن دا مني چې ترکي پیلوټانو۱۰ځلي روسي جټ الوتکو ته خبرداری ورکړی وو خو روسي پیلوټانو ځواب نه دی ورکړی.

روسي چارواکي وایې، د دوی د الوتکې دوو پیلوټانو ځانونه په پراشوټ کې غورځولي خو یو یې له ځمکې څخه د سپکو وسلو په ډزو وژل شوی دی.

د دوهم پیلوټ برخلیلک معلوم نه دی. ترکي رسنیو راپور ورکړی چې یو پیلوټ د هغو یاغیانو لاس ته ورغلی چې د اسد پلویانو په وړاندې جنګیږي.

د همدې پېښې د بحث لپاره د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو استازو د ترکیې په غوښتنه پرون په بروکسل کې یوه فوق العاده غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې د ناټو د نورو غړو هېوادونو ارزونې هم د ترکیې د هغو ادعاوو سره سمې دي چې وایې، روسي جټ الوتکه د هغه هېواد حریم ته ننوتلې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmoqs02bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته