دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 121878
د کرهنې او بریښنا انرژی د پیاوړتیا او اغیزمنتیا په موخه د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا، نوې بلاعوض مالي مرسته
د ۱۲۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د بلاعوض مالي مرستې تفاهملیک نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیه وزارت او د افغانستان د بیارغونې صندوق د مرستو د مدیریت کوونکي بنسټ نړیوال بانک لخوا، عقد او لاسلیک شو. دغه مالي مرسته په لاندې برخو ویشل کیږي:

۱- د کرهنې سکتور د اغیزمنتیا په هدف د ۴۵ میلیون امریکایي ډالرو تقویتي مرسته چې ټاکل شوې په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه کې ولږول شي. په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه د کرهنې سکتور څخه د اغیزمنې ګټه پورته کونې په موخه په کروندو کې د اوبو لګونې د کوچیني سیستمونو په رامینځته کونې تمرکز لري، چې په دې توګه افغان کروندګر هڅوي ترڅو د کروندګرۍ لپاره نویو آسانتیاو او اړوند لارو چارو ته لاس رسۍ پیدا کړي.

۲- همدا راز په پام کې ده چې پاتې ۸۳ میلیون امریکايي ډالره مالي مرسته د نغلو د بريښنا بند د بیارغونې پروژه په تقویه او عصري کونې باندې ولږول شي. د نغلو د بریښنا بند د بیارغونې پروژې موخه په حقیقت کې د بند لپاره د استحاکمي او ودانیزو آسانتیاو رامینځ ته کول او له اوبو څخه د بریښنا د اغیزمن استحصال د پروسې ګړندي کونه بلل کیږي. په دې توګه دغه پروژه د عامه وګړو او صنعتي فعالیتونو د پراختیا په موخه د بریښنا د تولیدي ظرفیت او وړتیا په زیاتوالي کې مرسته کوي، او په ټولیزه توګه د اقتصادي پراختیا او ودې لپاره د یو محرک په توګه بلل کیدلې شي.

" دواړه پروژې د ټولنیز او اقتصادي ودې د تامین لپاره د اوبو له سرچینو څخه د اغیزناک ګټه پورته کونې په هکله د افغانستان د دولت موقف څرګندوي،"د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مالیه وزیر جلالتماب اکلیل حکیمی د دغو خبرو په څرګندونې، زیاته کړه: " دغه پروژې همدا راز د اوبو لګونې د سیستم په بیارغونې، د بریښنا انرژی ته د لاس رسي په زیاتوالۍ او د شغلي‌ فرصتونو په برابرولو په تیره بیا په کلیوالي سیمو کې ټینګار کوي. د افغانستان دولت په دې برخه کې د نړیوال بانک، د افغانستان د بیارغونې صندوق او نړیوالو همکارانو له مرستو څخه مننه کوي، او په دې توګه په راتلونکو کلونو کې د دغه شان اقتصادي مرستو د دوام تمه کوي."

د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا په ۲۰۱۰ کال کې لومړۍ، ۴۱ میلیون امریکايي ډالره بلاعوض مالي مرسته په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې ته ځانګړې شوه. د دغې پروژې د تطبیق په بیلابیلو پړاونو کې یو لړ لاسته راوړنې لکه: د ۱۹۰۰۰ هکتار ځمکو د خړبولو لپاره د ۱۰۰ اوبو لګونې سیستمونو جوړښت، چې هر هکټار د ټاکل شوې بودجه له مخې ۶۰۰ امریکايي ډالره تمام شو؛ په عنعنوي توګه د "میراب" پربنسټ د اوبو لګونې د اتحادیو/ ټولنو رامنځ ته کونه چې په ورته مهال د اوبو لګونې د سیستمونو د ساتنې مسوولیت هم په غاړه لري او په ټکنیو سیمو کې له اوبو څخه د ۱۵سلنې اغیزمنې ګټه پورته کونې، موارد شامل دي.

دغه تقویتي مالي مرسته، چې اوس ېې د تفاهملیک د عقد شاهدان یو، په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې د فعالیتونو د دوام لپاره اغیزمنه بلل کیږي، او شونې ده چې د اوبو د سیستمونو د بیارغونې او ساتنې چارو په ترڅ کې د خلکو لپاره پراخ شغلي فرصتونه برابر شي. تاکل شوې، چې د اوبو لګونې سیستمونو د بیارغونې له لیارې دغه پروژه ۴۵،۰۰۰ هکتاره نوره ځمکه هم تر خپل پوښښ‌ لاندې راولي. د دغې پروژې تمرکز د غیر فني کارکوونکو لپاره د د اوبو لګونې په چارو کې د کوچني قراردادیانو له لوري د شغلي فرصتونو په رامینځ ته کونې او د سیمه ایزو خلکو لخوا د اوبو لګونې سیستمونو د ساتنې او مراقبت چارې په غاړه اخیستلو باندې دې. دغه پروژه په کروندو کې په کلنۍ بڼه د ۵۹۱،۰۰۰ اضافي شغلي او کاري‌ زمینو لامل ګرځی او همدا راز د هغو کړنو لپاره آسانتیاوې رامینځ ته کوي چې په پایله کې یی کروندګرو میرمنو ته هم پاملرنه وشي. دغه پروژه د افغانستان د حکومت یو له هغو نوښتونو څخه بلل کیږي‌ چې " د سولې لپاره د کارموندنې ملی پروګرام" ترنامه لاندې، پلي کیږي.

له هغه ځایه چې د نغلو بند د څو لسیزو جکړو او ناخوالو په پایله کې ویجاړ شوۍ او اړینه پاملرنه ورته نده شوې، نو ځکه د نغلو د بریښنا بند د بیارغونې پروژه په افغانستان کې د بریښنا انرژۍ د سکتور د تقویه او ودې لامل ګرځي. هغه ستونزې چې د انرژۍ سکتور ورسره مخامخ دې د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په دوام داره فزیکي ساتنه کې کمزورتیا او په ورته مهال د اداري او ساختاري وړتیاو لګوالۍ بلل کیږي. د ۲۰۱۵ کال په جون کې د بریښنا انرژۍ ته د افغانستان د لاس رسۍ شاخص ۲۵- ۳۰سلنه تخمین شوې وو. په افغانستان کې د بریښنا انرژۍ ته لاس رسۍ یوازې محدود په ښارونو او یو لړ د بریښنا انتقالاتی دالانونو پورې تړاو لري.

د اوبو څخه د بریښنا استحصال د کورني مصرف کوونکو د اړتیاو ۹۴،۶ سلنه تامین کوي، چې ټولټال وړتیا یی ۲۵۴ میګاواټ تخمین کیږي. د ۲۰۱۵ کال ترنیمایی پورې په افغانستان کې ۱۲د بریښنا بندونه موجود وو، ( په دغه شمیر کې د کلیو د پراختیا وزارت د ملي پیوستون برنامه لخوا د بریښنا د تولید د ۵،۰۰۰ کوچنیو بندونو جوړښت، ندي شامل) چې دغو کې د نغلو د بریښنا بند تولیدي وړتیا ۹۴ میګاواټ او د ماهیپر بند تولیدي ظرفیت ۶۶ میګاواټ بلل کیږي، چې دا په افغانستان کې تر ټولو لوی د اوبو څخه د بریښنا د تولید بندونه بلل کیږي. د دغې پروژې د فعالیتونو تمرکز په نغلو بند کې د هراړخیزو آسانتیاو برابرول بلل کیږي چې په حقیقت کې د کابل ښار د بریښنا د اړتیا نیمایي برخه تامین کوي.

د افغانستان د دولت یو له سترو لومړیتوبونو څخه د بریښنا انرژۍ د سکتور احیاء او بیارغونه بلل کیږي ځکه چې نوموړۍ سکتور د دغه هیواد د ملي پراختیایي برنامې په سرکې ځای لري. د بریښنا د سکتور وده د دې لامل ګرځی، چې دولت یو شمیر پرمختیايي برنامې د کارمیندنې او تولید د ودې او همدا راز د وګړو لپاره د ژوندانه د غوره شرایطو په رامنځ ته کونه کې پلي کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر رابرت سام په خپلې وینا کې وایي:" که څه هم چې افغانستان د نا امنیو او بې ثباتي له امله په موجوده ستونزو برلاسۍ کیږي ، په ورته مهال دغه دوه پروژې د دې ضمانت کوي‌ ترڅو خلکو ته شغلي فرصتونه برابر شي، اقتصادي لرلید تقویه شي، په ټولنیزو چارو کې انسجام او ثبات رامینځ ته شي."

له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې د بریښنا انرژۍ د بیارغونې په موخه د افغانستان د بیارغونې صندوق او نړیوال بانک لخوا څلور پروژې پلي کړي‌ او په ورته مهال یی یو لړ پراختیايي مطالعات د دغه سکتور د ودې لپاره ترسره کړي دي. دغه کړنې د دې لامل شوي چې د دغه سکتور په وړاندې زیربنایي او اداري ستونزې لیرې شي. تمه کیږي چې د نغلو بند د بیارغونې پروژه د تطبیق په پایله کې عامه وګړو او صنعتي فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ بریښنا انرژۍ په خوندي انتقال او تامین کې د پام وړ آسانتیاوې رامینځ ته شي، او په دې توګه دغه پروژه د اوږد مهاله اقتصادي ودې او پراختیا لپاره لاره هواره کړي. یو شمیر زیات سیمه ایزه وګړي به د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو په عمراني او بیارغونې فعالیتونو کې ونده واخلي. همدا راز دغه پروژه د چاپيریال د ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې د اوبو څخه د بریښنا د انرژی د استحصال په زیاتوالي کې ونډه ولري او په دې توګه به "د ګلخانه یی غازو د تولید کچه نږدې صفر" پاتې شي.

د نغلو بند د بریښنا د بیارغونی پروژې د تطبیق چارې د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان بريښنا شرکت لخوا په غاړه دي، په داسې حال کې چې په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې چارې د کرهنې، اوبو لګونې او مالداري وزارت لخوا پرمخ بیول کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmsqs42bqi48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته