دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 131679
په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو هوايي برید په پايله کې ۱۷ وسله‎وال ووژل شول
د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو هوايي پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۷ وسله‎وال وژل شوي دي.

د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو هوايي پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۷ وسله‎وال وژل شوي دي.

د یادې قول اردو رئیس ارکان، راز محمد اوریاخېل څرګندوي، د ملي اردو هوايي ځواکونو چورلکو د فراه ولایت په نوبهار سیمه کې د طالبانو پر یوه ټولي برید وکړ.

دی زیاتوي، په دې برید کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.

ده د برید په اړه زیات جزئیات ورنکړل.

سرچينه : طلوع
https://avapress.com/vdccmsqso2bq1e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته