دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 121779
د امریکا دفاع وزیر:د داعش پرضد دې په فبروري یوه ګډه غونډه جوړه شي
د امریکا دفاع وزیر د داعش پرضد د شپږ ویشت غړو هېوادو له دفاع وزیرانو غوښتي دي چې د فبروري په میاشت کې یوه ګډه غونډه جوړه کړي.

اشټون کارټر تېره ورځ د فرانسې له دفاع وزیر سره په پاریس کې همدا راز وویل چې په ګډه باید داعش ته ماتې ورکړو:

"زه نن د شپږ ویشت غړو هېوادو د ایتلاف دفاع وزیرانو او عراق ته بلنه ورکوم چې د درېیو اونیو په ترڅ کې په بروکسل کې راغونډ شي، ترڅو د لومړي ځل لپاره د ایتلاف د غړو هېوادونو د وزیرانو تر منځ پر هغو فرصتونو چې موږ او هغوی یې لرو خبرې وکړو او باید ډیر ژر داعش وځپو."

د امریکا متحد ایالتونه، بریتانیا او فرانسه په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د ایتلاف مهم غړي هیوادونه دي.
https://avapress.com/vdccmsqso2bqim8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته