دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 110573
۲۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په زابل، فاریاب، کندهار، میدان وردک، جوزجان، غزنی، بدخشان، هرات، پکتیا، لوګر او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۲۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د دښمنانو له لورې ځای پرځای ۵۲ کړۍ ماینونه او د مهماتو یو دیپو هم په سیمه کی کشف او لمنځه وړل شوي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو له لورې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هغه شپږ کړۍ ځای پرځای شوو ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې په کندز، کندار، خوست او غور ولایت کې د خپلو شومو اهدافو او کرغیړنو کړنو په موخه ځای پرځای شوي وو د چاودنو مخه ونیول شوه.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccmxqs12bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته