دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 103995
په استانه کې عبدالله عبدالله د روسیې له صدراعظم سره خبرې وکړې

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله د شانګهاي همکارۍ سازمان کې د ګډون په مقصد قزاقستان ته تللی او د جمعې په ورځ یي د روسیې له صدراعظم دیمتري میدودیف سره وکتل.
ښاغلي عبدالله په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د روسیې د پراخ ملاتړیادونه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه یي وکړه.

د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رئیس دغه رازپه قزاقستان کې له یو شمېرافغان سوداګرو سره هم وکتل، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې پرلارو چارو یي خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله د شانګهاي همکارۍ سازمان د غونډې په څنګ کې د روسیې له صدراعظم دیمتري میدودیف سره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د قزاقستان په مرکز استانه کې وشوه، ښاغلي عبدالله میدودیف ته وویل، روسیې د افغانانو پراخ ملاتړ کړی او هیله یي وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا دوام وکړي.

میدودیف ښاغلي عبدالله عبدالله ته چې دوه میاشتې وړاندې د اجرائیوي رئیس په دندې ګمارل شوی، د بري هیله وکړه.
ښاغلي عبدالله قزاقستان ته د سفرپه لومړۍ ورځ د هغه هېواد له صدراعظم کریم مسیموف سره وکتل او په دې کتنه کې ښاغلی مسیموف د ملي وحدت حکومت جوړیدل د افغانانو په ګټه وبلل.
اجرائیوي رئیس دغه رازپه قزاقستان کې له یوشمېرافغان محصلانو سره هم وکتل او د محصلانو د بورسونو په غزولو یي بحث وکړ.

ښاغلي عبدالله له افغان سوداګرو سره په کتنه کې د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتیدو پرلارو چارو او دغه راز د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا پرمسالوخبرې وکړې.
د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رئیس د یوه دولتي هیئت په مشرۍ د شانګهاي همکارۍ سازمان په دولسمې مشریزې غونډه کې د ګډون په مقصد قزاقستان ته تللی دی.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهاي همکارۍ سازمان اصلي غړی دی.
افغانستان، پاکستان، هند، ایران او منګولیا په کې د ناظرینو په توګه ګډون کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcco1qsp2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته