د بریتانیې د دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان په جنوب کې د چارشنبې په ورځ په یوه بمي چاودنه کې یو بریتانوي سرتیری وژل شوی دی.
دغه سرتیري د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې امنیتي دنده لرله.
له دې سره په افغانستان کې له ۲۰۰۱ م کال راهېسې د وژل شویو بریتانیوي سرتیرو شمیر درې سوو شپږ اتیا تنو ته ورسیده.
بریتانیه په افغانستان کې د نهه نیم زرو په شا او خوا کې سرتیري لري چې ډیر یې په هلمند ولایت کې میشت دي.
سرچينه : افغان غږآژانس(آوا)