دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 138492
ننګرهار کې د داعش ډلې ۱۲وسله‎والو وژل کېدل
ننګرهار ولایت کې د تېرو څلورویشتونو ساعتونو کې د افغان ځواکنونو پوځي عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۲ وسله‎وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د افغان غږ خبری آژانس غژ له مخی، د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(چهارشنبه د کب۴مه) راغلي دي چې په ټپیانو کې د ملا نعیم په نامه د یادې ډلې یو قومندان هم شامل دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د افغان ځواکونو دا عملیات د شاهین‎۲۵ په نامه د ننګرهار ولایت د هسکې‎مېنې ولسوالۍ شاوخوا ترسره شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د افغان ځواکونو ترسره شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هسکې‎مېنې ۹ کلي هم د وسله‎والو له شتون څخه پاک شوي.
همداراز د افغان ځواکونو لاسته د یو شمېر وسلو لویدلو خبر هم ورکړل شوی.
https://avapress.com/vdcco4qsi2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته