دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 126693
هاروني د آزادې سيالۍ له لارې په دغې دندې ټاکل شوى دى او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معين په خبره دغه رياست د کار او ټولنيزو چارو وزارت په چوک
د ننګرهار د ولسوالیو نږدې سل تنو دیني عالمانو د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو څخه لیدنه پیل کړه .
د ننګرهار د ولسوالیو نږدې سل تنو دیني عالمانو د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو څخه لیدنه پیل کړه .
دغه دیني عالمان د دې ولایت د نظامي او ملکي ادارو څخه د لیدنې په موخه جلال اباد ته راوبلل شول،چې په رسمي ډول یې خپلې لیدنې پیل کړې .
د یاد پروګرام د پیل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې جوړ شوي وو .
د حج اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د ولسواليو ديني عالمان ته یې د دغه ولایت د نظامي او ملکي ادارو څخه د لیدنې زمینه برابره کړه او زیاته یې کړه، د دغه چارې ترسره کېدو له امله به د دغه ولایت ټول دیني عالمان د خپل نظام پیاوړتیا په موخه لا هم ګړندۍ هڅې وکړي .
نوموړی وایي د دې هېواد ظالم دښمن یواځې بې رحمه ډول ځوانان، دیني عالمان، قومي مشران، ښوونکي او نور په شهادت رسوي او په اسلام کې په هیڅ دول د یو مسلمان ورور وژل روا نه دي .
هغه یو ځل بیا په ټینګار له ديني عالمانو غوښتل چې یو غږ شي او د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو پر وړاندې خپل غږ د ولسوالیو هرې سیمې او هر بچي ته ورسوي .
ښاغلي حقاني ډاډ ورکړ،چې د ننګرهار ولایت مقام او ټولو ادارو هر مهال هڅه کړې،چې د علماؤ کرامو پرمخ خپلې دروازې د تل لپاره پرانستې وساتي او په دغه چاره سره د دوی او علماؤ ترمنځ لا هم زیات نږدې والی رامنځته شي .
د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد دراني له حکومت څخه وغوښتل، چې علماوو ته د کار اسانتياوې برابرې کړي او د پوهنې وزارت د اصول صنفي پروګرام کې علماوو ته برخه ورکړي او همدارنګه يې غوښتنه وکړه، چې د دې ولايت يو شمېر نور جوماتونه دې هم رسمي شي.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين وويل، د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو قطعاتو کې د بريد ملۍ څخه تر ډګر والۍ پورې علما په بېلابېلو پوسټونو په دندو ګماري دي .
ده وويل: دغه علماء خپل وسله وال پوځ ته د نظامي زده کړو ترڅنګ ديني زده کړې ورکوي او همدارنګه ورته لارښوونه کوي، چې د عملياتو پرمهال د خپلو ولسونو د سر او مال ساتنه او هېواد څخه دفاع وکړي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د علماوو رول په ټولنه کې مهم وباله او زیاته یې کړه،د یاد پروګرام له جوړېدو څخه یې موخه موخه د دې ولايت د ټولو ولسواليو علماء کرام را ټولول دي . OL
هغه زیاته کړه، د ولسوالیو دیني عالمان به د ننګرهار ولايت د ملي امنيت، قول اردو، امنيه قومانداني، عامه نظم او سرحدي لواء د قوماندانیو ترڅنګ د یو شمېر ملکي ادارو څخه هم لیدنه وکړي،چې په ترڅ کې به د خپل وسله وال پوځ او ادارو د کارکوونکو له کړنو خبر شي. ننګرهار والي د علماوو څخه وغوښتل،چې په ولایتي اداره کې شته نیمګړتیاوو په شریکولو کې له دوی سره همکاري وکړي،ترڅو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اصلاحات رامنځته شي .
کندوزي وویل: د حکومت لپاره سوله تر هرڅه لومړیتوب لري او په همدې موخه یې د هځو په ترڅ کې د اسلامي حزب رهبر انجینر ګلبدين حکمتيار سره د سولې خبرې اترې کړندۍ کړي دي .
V نوموړي د ملي یوالي حکومت سره د ښاغلي حکمتيار یو ځآی کیدل ګټور وبلل او د سولې په برخه کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه وبلله .
والي وويل: وسله وال پوځ د دې هېواد دفاع او د ولسونو د سر او مال ساتنې په موخه هره ورځ قربانۍ ورکوي او له علماوو څخه يې وغوښتل، چې د دښمن د بې ځایه تبليغاتو مخنيوي او د مخالفينو د تخریباتو اصلي موخې د ټولنې وګړو ته په رسولو کې مرسته وکړي.
ننګرهار والي زياته کړه،علماء په امن او ثبات کې ښه رول لوبولی شي او لازمه ده ،چې د خپل وسله وال پوخ ملاتړ وکړي ترڅو په ډاډمنه فضاء کې جوماتونه او مدرسې فعاله وساتل شي .
ننګرهار والي وويل، چې په دې ولايت کې مدرسې او دارالعلوم فعاله دي او ډېر ژر به د اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې پيل شي او د لا زیاتو جوماتونو د رسمي کولو موضوع يې مرکز سره هم شریکه کړې ده .
په ختيځ زون کې د علماوو شورا رييس مولوي حميد الله وويل: مونږ ټول علماء د خپل حکومت او نظام د قانوني کړنو بشپړ ملاتړ کوو او د منکراتو په مخنيوي کې د خپل حکومت څخه جدي اجرات غواړو.
ټاکل شوې د ولسوالیو څخه راغلي علما د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو څخه لیدنه ترسره کړي. تر دې وړاندې د دوه ویشت ولسوالیو ځوانانو هم د د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو څخه لیدنه ترسره کړې وه .
https://avapress.com/vdccoeqs12bqie8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته