دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 126198
د کجکي د درېيم توربين د جوړلو چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي
د هلمند د برېښنا رياست مشر وايي، کجکي کې د درېيم توربين د نصبولو چارې په چټکۍ روانې دي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به بشپړې شي.

د هلمند د برېښنا رياست مشر وايي، کجکي کې د درېيم توربين د نصبولو چارې په چټکۍ روانې دي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به بشپړې شي.

انجينر نصرالله قانع وايي، د توربين د جوړلو کار ۳۵ سلنه شوی دی، په داسې حال کې چې هيڅ خنډ او ځنډ پکې هم نه دی رامنځته شوی.

قانع وايي، د يادې پروژې چارې خپله د ولسمشر لخوا هم څارل کېږي.

د هلمند برېښنا رياست مشر وايي، د درېيم توربين له نصبولو وروسته به ۱۸،۵ مېګاواټه برېښنا نوره هم ډېره شي.

کجکی چې د هلمند په شمال کې پروت دی، ورڅېرمه سيمې او هلته غځېدلې لارې نا امنه دي چې وخت نا وخت د جګړې له امله لښکرګاه او کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي هم پرې کېږي چې له امله يې په اونيو اونيو برېښنا نه وي.


https://avapress.com/vdccoeqs42bqis8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته