دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 152793
حکومت د بلخ والی برکناره کیدو خبره رد کړه
ریاست جمهوری د ځینو رسنیو ګزارشونه د عطامحمد نور، بلخ والی په اړوند چی ګواکی د دندی څخه ګوښه سوی دی، رد کړه.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سید شاه حسین مرتضوی، د ولسمشر ویاند دفتر سرپرست نن پرون په یو خبری ناسته کی وویل چی د ښاغلی نور برکناره کیدل د ولسمشر له لوری صحت نه لری. ښاغلی مرتضوی ټینګار وکړ چی په دولت کی د ځینو کسانو استعفا او ځای پرځای کیدنه یو عادی خبره دی او هر کارمند حق لری چی استعفا ورکړی. ځین رسنۍ د ښاغلی نور د برکناره کیدو څخه خبر ورکړی وو او په هغه وخت کی د ښاغلی نور نږدی کسانو له لوری هم رد سوی وو. په دی حال کی د ښاغلی مرتضوی د یو خبرنګار پوښتنی په ځواب کی چی آیا ښاغلی نور استعفا ورکوی که نه، وویل چی دا موضوع باید خپله د ښاغلی نور یا هم سیمه ایز ارګانونو اداره څخه پوښتنه وسی.
https://avapress.com/vdccoiqs12bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته