دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 149896
نیویارک ټایمز: په افغانستان کې نوی ځواک رامنځته کېږي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه نوي ځواک د جوړولو په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د دې ځواک د جوړولو موضوع چې ښايي تر شلو زرو پورې سرتېري ولري، تر دې مخکې په افغانستان کې د ځانګړو ملېشو لخوا د سرغړونو اندېښنې تازه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي دا پیشنهاد شوی نوی ځواک به د افغان ملي اردو تر قوماندې لاندې وي او د سرتېرو او افسرانو استخدام او روزنه به يې د هم هغې پروسې له مخې کېږي چې ملي اردو ته ټاکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د محلي پولیسو په نامه یو وسله وال ځواک لا دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې مبارزه کې ونډه لري.

خو د افغانستان له مختلفو سیمو څخه عام خلک د محلي پولیسو له چلند شکایتونه هم لري.

یوه افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي دا نوی ځواک به د ملي اردو د ځواکونو په مقایسه په کم لګښت فعالیت کوي او د موجودو نورو محلي ځواکونو او ملېشو په نسبت به دوامداره او مسؤله وي.

دغه افغان مقام ویلي د دې نوي ځواک د جوړولو پیشنهاد د افغان ځواکونو لخوا په یوازې سر د جګړې د پرمخ بیولو د تجربو له مخې شوی دی.

خو د ملېشو یا محلي ځواکونو تېرو تجربو ته په پام سره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان اندیښنه څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د غیر منظمو ځواکونو زیاتول به خطرناکې پایلې ولري.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې له بریتانيې څخه د یوه ویستل شوي افغان پناه غوښتونکي د بیرته غوښتولو موضوع پورته کړې ده.

انډیپنډنټ لیکي، د بریتانيې د یوې محکمې مشر قاضي د کورنیو چارو له وزارت غوښتي چې له دې هېواد څخه ویستل شوی افغان پناه غوښتونکی صمیم بېګزاد بېرته بریتايې ته راوغواړي.

بریتانيې صمیم بېګزاد تېره سې شنبه د لندن د ګیټ ویک هوايي ډګر له لارې په داسې وخت کې چې دې هېواد پریښودلو لپاره ورته یوازې څلور ساعته ورکړل شوي وو، په زره الوتکه کې کښېناوه او افغانستان ته يې ستون کړ.

د محکمې قاضي ویلي پولیسو له بریتانيې څخه په زوره د بېګزاد په ایستلو سره د محکمې له پخواني حکم څخه چې ددغه ځوان افغان پناه غوښتونکي د نه شړلو په اړه و،سرغړونه کړې ده.

تر دې مخکې له بریتانيې څخه په زوره د بېګزاد د ایستلو هڅه هغه مهال ناکامه شوه چې د ترکيې د نړیوال هوايې شرکت یوه پیلوټ د فعالانو د خبرداري له امله د بېګزاد له وړلو انکار وکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccooqse2bq048.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته