دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۳
د مطلب کود : 139590
د ولسمشر مبارکی پیغام
قدرمنو وطنوالو،
موږ هر یو کولای شو چې د ګران وطن په جوړولو کې برخه واخلو. د نیالګیو ایښودل، کروندو ته اوبه ورکول، د ونو او بوټو خدمت، د مکتب جوړول،د روغتون ابادول، د یوه سړک په رغولو کې شریکېدل یا د کلی او کوڅې په پاکی کې برخه لرل، دا ټول د خیر عملونه دی چې د خدای مخلوق ته یې ګټه رسېږی او وطن ورسره ابادېږی. زموږ دین له موږ څخه خیر او نیکی غواړی.
اوس چې الله تعالی په یوه بل کال کې د ژوند کولو فرصت راکوی، د دې فرصت باید شکر ادا کړو او د ژوند په مختلفو ساحو کې د خیراو بهتری لپاره زیار وباسو. زموږ خلک طبعا غواړی چې په امن کې اووسی، اقتصاد یې بهتره شی، اولادونه یې سبق ووایی او روښانه آینده ولری. دا یوازې د امنیتی، دفاعی قواوو نه بلکې زموږ ټولو وظیفه ده چې د کار، زحمت او ښه سلوک په ذریعه، له شر او ناامنۍ سره مبارزه وکړو او د امېد، خوشبینۍ او خوشحالۍ رڼا خپره کړو.
په تېر کال کې که څه هم د شر او ګمراهی پلویانو خپل ټول کوښښ وکړ چې ګران هیواد ناارامه وساتی، د خدای د مخلوق وینې وبهوی او د وطن میندې او خویندې غمجنې او پریشانه کړی، خو، د دې باوجود، زموږ ځوانانو د ژوند په هر ډګر کې وطن ته ویاړونه وګټل او د امېد او خوشحالۍ مشالونه یې بل کړل. که زموږ سرتېرو د وطن او وطنوالو په دفاع کې حماسې رامنځ ته کړې، نو د علم او معارف په ساحه کې هم د دې خاورې لوڼو او زامنو نوی پرمختګونه وکړل. دغه راز، ځوان ورزشکاران مو له نړیوالو ډګرونو څخه وطن ته ډک لاسونه راستانه شول. زموږ د کرکټ ملی ټیم په تیر کال کې د دغه ورزش په تاریخ کې نوی ریکارډونه ثبت کړل. د ګران وطن کسبګر، بزګران، تاجران او ټول اقشار، له مشکلاتو سره سره، په عظیم همت او بې سارې جذبه په کار او هڅو بوخت دی او د دوی د هڅو په برکت د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښه ژوند په لور حرکت وینو. زه ټولو وطنوالو ته چې د ژوند په مختلفو ساحو کې یې ویاړونه ګټلی دی مبارکی وایم او په نوی کال کې یې د لا زیاتو بریاوو ارزو کوم. نوی شمسی هجری کال دې ټولو ته بختور وی.
آمین یا رب العالمین
زنده باد افغانستان
تل دې وی افغانستان
یشه سن افغانستان
https://avapress.com/vdccooqsx2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته