دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 101294
افغانستان د دې ظرفیت لري چې په راتلونکو لسو کلونوکې د مسو او وسپنې په ستر صادرونکي هېواد بدل شي
د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په سیمه ایز وخت نن سهار د بیجینګ ښار د شینهوا په پوهنتون کې وینا وکړه.
دغه وینا چې " د آسیا راتلونکی یو موټي توب او په هغه کې د وریښمو د لارې رول " تر عنوان لاندې ترسره شوه، جمهور رییس احمدزي د افغانستان او چین د اړیکو د ارزښت، د وریښمو د لارې د بیا جوړیدو او په هغې کې د افغانستان د رول، د ګډو امنیتي ګواښونو او د افغانستان په ملي زیربنایي پلان کې د چین د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
جمهور رییس وویل: چین د افغانستان ستراتیژیک ملګری دی او موږ د افغانستان او چین ترمنځ د مناسباتو د پراختیا غوښتونکي یو.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي زیاته کړه: ۲۱ پیړۍ به هغه مهال وي چې په ټوله کې آسیا او په ځانګړې توګه چین او هند چې په ۱۶ او ۱۸ پیړۍ کې دوه نړیوال قدرتونه وه، بیا د نړۍ د اقتصاد په مرکزونو بدل شي او دا تر ډیره امکان لري چې په راتلونکو شلو کلونوکې په سلوکې ۴۰ د نړۍ اقتصاد د چین او هند لخوا اداره شي.
جمهور رییس احمدزي چین له یو نړیوال ورکشاپ سره تشبیه کړ چې خامو موادو لکه مس، وسپنې، سکرو او نورو ته اړتیا لري چې د دغو خامو موادو له لرلو پرته د ورکشاپ کار او د سیمې وده دواړه له ځنډ سره مخامخ کیږي. له دې امله موږ باید په ګډه کار وکړو چې موږ د دې شاهدان و اوسو چې د چین وده نه یوازې د هغه هېواد د پایه دارې ودې سبب شي، بلکې د ټولې سیمې سبب هم شي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي وویل چې د آسیا یو زیات شمېر نفوس په فقرکې ژوند کوي.
ده همدا راز وویل: د افغانستان د اوبو سرچینې نه یوازې موږ ته حیاتي ارزښت لري، بلکې دغه سرچینې د سیمې لپاره هم د ډیر اهمیت وړ دي، موږ په پام کې لرو چې افغانستان د پرېښنا انرژۍ د سوداګرۍ په مرکز بدل کړو، او دغه برېښنا به د سیمې د تغییر او اتصال وسیله شي.
جمهور رییس ټینګار وکړ چې د آسیا یو موټی توب د نړیوال کېدو پرخلاف نه دی، بلکې د همکاریو په یو مرکز د آسیا بدلول دي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان مهم موقعیت ته د اشارې په ترڅ وویل: افغانستان د آسیا په زړه کې موقعیت لري او د آسیا د څلورو مهمو سیمو د اتصال نقطه هم ده.
جمهور رییس احمدزي څرګنده کړه چې افغانستان د دې ظرفیت لري چې په راتلونکو لسو کلونوکې د مسو او وسپنې په ستر صادرونکي هېواد بدل شي.

د دغې وینا په پای کې د افغانستان جمهور رییس د چینایي او افغان محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccosqs02bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته