دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 100493
د عامه اړېکو مسؤلینو ته د ژورنالیزم په برخه کې ۵ ورځنی جوړ شوی ورکشاپ پای ته ورسیدو
د میدان وردګو ولایت د ملکي او نظامی ادارو د عامه اړېکو او ژورنالستانو لپاره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لورې د ژورنالیزم په برخه کې جوړ شوی ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسیدو.
دغه ورکشاپ د تلې میاشتې په اتلسمه نیټه پیل شوی وو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په تخنیکي همکارۍ او د امریکا متحده ایالاتونو سفارت په مالي لګښت جوړ شوی وو،چې نن پای ته ورسیدو .
په دغه ورکشاپ کې د بېلابېلو استادانو لخوا د مطبوعاتي اعلامیې، خبر او ګزارش لیکلو،د مرکې فن، مطبوعاتي کنفرانس د ورکولو او نورو برخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول .
د یاد ورکشاپ په پای کې د ورکشاپ ګډونوالو ته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لورې برابر شوي بری لیکونه ورکړل شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccoxqs12bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته