دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 98495
د پروان امینتي چارواکو د لسګونو کسانو د نیولو امر کړی دی
په پروان کې چارواکو امنیتي ادارو ته د لسګونو کسانو د نیولو امر کړی دی.
د پروان والي عبدالبصیر سالنګي ازادي راډيو ته وویل:
"د ۱۶۰ تنو په اړه ټولو ولسوالیو او امنیتي حوزو ته خبر ورکړل شو چې؛ دغه کسان د څارنوالي او قضایي چارو له لورې جلب شوې دي؛ دوی باید قانون ته ځانونه وسپاري، دوی هغه کسان دي چې څارنوالي او محکمو مجرم پیژندلي دي."
د پروان د نهو ولسوالیو له بیلابیلو برخو په وروستیو کې داسې شکایتونه کیدل چې؛ تورن کسان د عدلي ادارو له لورې سم نه تعقیبیږي چې له دې سره بې امنۍ زیاتې شوې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccp0qo.2bq4o8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته