دخپریدو نیټه :شنبه ۳ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 114759
په ننګرهار کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو پايې وژغورل شوې
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د ننګرهار ولايت په کوټ او غني خيلو ولسواليو کې درې حلقې مايونه کشف او لمنځه يوړول شول، چې په دې سره د خصوصي مخابراتي شرکتونو پايو او ځاني تلفاتو مخنيوی وشو.

د ملي امنيت رياست په وينا د دوی د موظفينو د هڅو په پایله کې نن د دې ولايت د کوټ ولسوالۍ د شاشخيلو په سيمه کې د مخابراتي شرکتونو د پايو د لمنځه وړلو لپاره د وسله والو مخالفينو له لوري ماينونه ايښودل شوي وه، چې کشف او د ملي پوليسو له لوري په ياده سيمه کې له کاره وايستل شول.

د معلوماتو له مخې د غني ولسوالۍ په بازار کې هم د د وسله والو مخالفينو د تش په نوم ولسوال قاری صفت الله له لوري يو ريموټ کنټرول ماين په ماهرانه ډول ځای پرځای شوی و، چې مخکې له چاودنې کشف او د ملي اردو مسلکي ټيم له لوري لمنځه يوړل شو.

معلومات وايي، چې د دغه ماين په لمنځه وړلو سره په غني خيلو بازار کې د يو لوی ناورين مخنيوی تر سره شو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp0qso2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته