دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 96965
عمران خان وايي نوازشریف دې استعفا ورکړي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ټینګار لري چې د بشپړې آزادۍ تر عملي کیدو او د اوسني حکومت تر استعفا پورې به په اسلام آباد کښې مظاهرې روانې وي.
ایرنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن سهار د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو د زرهاو پلویانو په ټول کښې د اوسني حکومت د استعفا کولو او په هیواد کښې یوځل بیا د انتخاباتو د کولو په ضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې څرګنده کړه: ترڅو پورې چې نوازشریف استعفا ورنکړي تر هغه به مظاهره چیان له اسلام آباده ونه وځي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر یوځل بیا مدعي شو چې د ۲۰۱۳ کال په پارلیماني انتخاباتو کښې درغلي شوې او د دغو ټاکنو نتیجه د منلو نه ده.
عمران خان له خپلو پلویانو وغوښتل چې نن مازیګر دې په مظاهرو سره له حکومته خپلې غوښتنې اعلان کړي.
هغه همداشان د خپلو ویناو په یوه برخه کښې وویل چې د طالبانو لخوا په مرګ هم ګواښل شوی دی.
البته د مظاهره چیانو لخوا د تشدد او نښتو په هکله تراوسه کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی.
یاده دې وي چې د پاکستان د حکومت د مخالفو ګوندونو مظاهرې وړمه ورځ د پنجاب صوبې له مرکز لاهور ښاره پیل شوې او مظاهره چیانو له لاهوره تر پلازمینې اسلام آباده پورې کابو ۳۰۰ کیلومیټره لاره په ۳۶ ساعتونو کښې ووهله او پرون دغه ښار ته رسیدلي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpoqo.2bqee8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته