دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 105759
جمهور رئیس غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره ترکمنستان ته روان شو
 د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته روان شو.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني به ترکمنستان ته د خپل سفر په لړکې د دغه هېواد له جمهور رئیس قربان قلی بردی محمدوف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
جمهور رئيس غني به د ترکمنستان له جمهور رئيس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اړيکو د ټينګښت او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.
له جمهور رئیس غني سره په دغه سفرکې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د بهرنیو چارو، د اوبو او انرژۍ ، اقتصاد، کانونو او پطرولیم، لوړو زده کړو، ترانسپورت او هوایي چلند د وزارتونو سرپرستان، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیا کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqso2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته