دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 89125
په کندز ولایت کې ۱۹۸ عام المنفعه پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
په کندز کې د کلیو او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې؛ په دې ولایت کې ۱۹۸ عام المنفعه پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي. د کندز د کليو او پراختيا رياست سرپرست محمد قاسم اميري آزادۍ راډيو ته وويل چې؛ په يادو پروژو کې پر سړکونو جغل اچوونه؛ د کانالو کيندنه او بيارغونه، د پاکو اوبو د څاه ګانو کيندنه او د پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
 هغه وایي چې، دا ټولې پروژې په ۱۳۹۲ کال کې تطبیق شوې چې مالي لګښت یې څه پاندې دري سوه میلیون افغانی وو. د کندز د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وایي چې؛ دا پروژې د کندز په شپږو ولسوالیو کې عملي شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsq4.2bqoi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته