دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 114911
امریکا پاکستان ته په افغانستان کې له طالبانو سره د مبارزې لپاره ۳۳۶ میلیونه ډالره ورکړل
اسوشیتد پرس خبري اژانس د ۲ لوړ رتبه پاکستاني چارواکو په حواله وایي چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی به د جمعې په ورځ په پاکستان کې سره وګوري.

دې چارواکو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط؛ اسوشیېټډ پرس ته ویلي چې اسلام اباد د سولې د مذاکرو د ګډونکوونکو د ورتګ لپاره د تیاري په وروستي پړاو کې دی.

د افغانستان حکومت د سولې لپاره د دې مذاکرو د دقیقې نیټې او ځای له څرګندولو ډډه کړې؛ خو وايي چې پر مقابل لوري به د اوربند د موافقې لپاره فشار راولي.

افغان حکومت د اوربند مساله په داسې حال کې مطرح کوي چې وسله والو طالبانو خپل پوځي عملیات جاري ساتلي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي؛ یوازې د روان میلادي کال په لومړیو ۴ میاشتو کې لږترلږه ۱۰۰۰ ملکي افغانان د وسله والو طالبانو پر وړاندې د حکومت په جګړه او انتحاري حملو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت پرون (سه شنبه) په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره؛ پاکستان ته څه باندې ۳۳۶ میلیونه ډالر ورکړل.

پاکستان ته ورکړ شوې پيسې؛ د دې هېواد مرکزي بانک ته رسیدلې دي.

د پاکستان د مرکزي بانک یوه مسوول فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې له دې پيسو سره د دې هېواد د بهرنيو اصعارو ذخیره لږترلږه ۱۹ میلیارډ ډالرو ته لوړه شوه.

د امریکا حکومت د [Coalition Support Fund] پروګرام پر اساس؛ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړی؛ هرکال دې هېواد ته پيسې ورکوي.

د دې په بدل کې، د امریکا حکومت کولای شي چې د پاکستان له هوايي حریم؛ پوځي هوايي مرکزونو او نورو امکاناتو کار واخلي.

د پاکستان مرکزي بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د امریکا متحدو ایالاتو لږترلږه ۳۳۶ اعشاریه ۸ ملیونه ډالر ورکړل چې د روان مالي کال لومړی قسط دی.

د پاکستان حکومت ته به د روان مالي کال په ترځ کې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون تر میاشتې دی؛ لږترلږه یونیم میلیارد ډالر ورسیږي.

د پاکستان حکومت هرکال تقریباً یو نیم ملیارد ډالر د امریکا له حکومته اخلي او له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې یې څه باندې ۱۳ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.

ناټو او د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونوتیرکال په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پاي ته ورسول.

خو لږترلږه ۱۳ زره پوځيان د تروریزم په وړاندې د مبارزې او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره په دې هیواد کې پاتي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs0qss2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته