دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 40371
پاکستان وايي د ټپي د ګازو د پایپ لاین پر ترانزیتي محصول موافقه وشوه
د پاکستان د تېلو وزیر په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د درو خواوو ترمنځ د ترانزیتي محصول په اړه له موافقې وروسته به ایران هم د خپلو ګازو بیه ټیټه کړي.
د پاکستان د تېلو او طبیعي زېرمو وزیر ډاکتر عاصم حسین د جمعې په ورځ وویل چې هند، پاکستان او افغانستان د ترکمنستان د ګازو د ترانزیت د محصول لپاره په ۴۹ سینټو موافقه وکړه.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ هندي چاروکو ویلي و چې د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د ټپي پروژې د ترانزیت د محصول پر سر اختلاف حل شوی نه دی. پاکستان ویلي و هرڅومره پیسې چې افغانستان د ترانزیت لپاره غواړي دا هیواد هم له هند څخه د هومره محصول غوښتنه کوي.

د پاکستان د تېلو مرستیال وزیر اعجاز چودري د سې شنبې په ورځ ویلي و چې افغانستان د هر MMBTU (million British Thermal Unit) په وړاندې ۵۴ سنټه ترانزیتي محصول غواړي خو هند د افغانستان دا غوښتنه رد کړه. وروسته افغان لوري د پنځوس سینټو وړاندیز وکړ خو هندي لوري وویل چې ۴۷ سینټه مناسب دي.

خو هندي چارواکو پریس ټرسټ اف انډیا(پي ټي آی) خبري اژانس ته ویلي و چې د دوی ترمنځ په ښه چاپېریال کې خبرې وشوې او په ټولو مهمو مسلو د پام وړ پرمختګ وشو.

هندي چارواکو په عین حال کې وویل چې د درو هیوادونو چارواکي هڅه کوي چې د ترانزیت د محصول پر سر خپل اختلافات حل کړي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د ګډ پایپ لاین پر جوړولو اووه ملیارده او شپږ سوه ملیون ډالره لګښت راځي.

د پاکستان د تېلو وزیر په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د درو خواوو ترمنځ د ترانزیتي محصول په اړه له موافقې وروسته به ایران هم د خپلو ګازو بیه ټیټه کړي.

ده وویل چې د ایران او پاکستان د ګازو د پایپ لاین د جوړېدو پروژه به راتلونکې اوونۍ مزایدې ته وړاندې شي.

پاکستان د ترکمنستان د ګازو د رانیولو او خرڅولو معامله له ترکمنستان سره رسماً نهايي کړې ده.

ټاکل شوې ده چې پاکستان له ترکمنستان څخه د ورځې یوملیون او درې لکه فوټ مکعب ګاز وارد کړي. هند هم غواړي چې د ورځې همدومره ګاز واخلي. خو افغانستان به له ترکمنستان څخه د ورځې پنځه لکه فوټ مکعب ګاز واخلي.

که د افغانستان او پاکستان امنیتي ستونزې خنډ نه شي ټاکل شوې ده چې د انرژۍ تږي پاکستان ته د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې د ترکمنستان ګاز ورسېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs1q0.2bqxm8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته