دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 106316
د کورنیو چارو نوی وزیر د اجرایوي رییس له لوري د هغه وزارت منسوبینو ته ور وپېژندل شو
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وړاندې د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په رسمي ډول د هغه وزارت منسوبینو ته ور وپېژانده.
ډاکټر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو له پخواني وزیر او منسبینو له چارو مننه وکړه او جنرال علومي ته یې په خپلو چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
نوموړي وویل: د ملي یووالي حکومت افغان ملت ته د رښتیني خدمت تعهد لري. ټول وزارتونه به رښتینولۍ او صداقت سره شفافې چارې مخ ته وړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي ژمنه وکړه، چې د پولیسو د مسلکيتوب، پياوړتیا، بې پرېوالي او خلکو ته د خدمت ګذاره پولیسو د رامنځته کېدو لپاره به هڅې وکړي.
هغه دغه راز د پولیسو لپاره د لس کلنې ستراتېژۍ، اصلاحاتو رامنځته کېدو او نورو په اړه هم خبرې وکړي.
https://avapress.com/vdccseqse2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته