له کابو درې کاله وروسته په لومړی ځل A-10 ډوله الوتکې د وسله والو د ځپلو موخه افغانستان ته ورسېدې.
د امریکا هوايي پوځ چارواکو په وینا، د افغان او امریکایي ځوکونو په ملاتړ A-10 ډوله الوتکو په لومړی ځل د روان میاشت په ۱۹ نیټه هوایي بریدونه ترسره کړل.
چارواکي زیاتوي، چې دغه الوتکې د جمعې په ورځ کندهار ولایت ته ورسېده.
د امریکایي ځواکونو په مرکزي قومانداني کې د هوایي ځواکونو مشر جنرال جفرې هرېګیان فاکس نیوز ته ویلي، چې د طالبانو د ځپلو په موخه او د هغوي د مالي سرچینو پر وړاندې هوایي بریدونه دوام لري.
نوموړی زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو پر خلاف هوایي او ځمکني بریدونه به تر هغه دوام ومومي چې دوي په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي او یا هم د سولې له بهیر سره یوځای نه ده شوي.
جنرال هرېګیان وایي، افغانستان ته A-10 ډوله الوتکې په دې خاطر استول شوي ځکه امریکایي ځواکونه د خپلو افغان ملګرو په ملاتړ د جګړې په لومړی کرښو کې ځای پر ځای شوي او دغه الوتکې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ ډیر اغیزمنې ثابته شي.