دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 116315
د مکې معظمې په پېښه کې ٤٧ پاکستاني حاجيان ټپيان شوي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په مکه مکرمه کې پر مسجد الحرام د يوه کرين د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ٤٧ پاکستاني حاجيان هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په مسجد الحرام کې د جمعې په ورځ د يوه کرين د لوېدو په پېښه کې د سعودي عربستان د ملکي دفاع د ادارې د چارواکيو په وينا؛ لږ تر لږه ١٠٧ حاجيان مړه او تر ٢٣٠ زيات ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله د شنبې په ورځ پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې په دغه پېښه کې ٤٧ پاکستاني حاجيان هم ټپيان شوي چې د مکې په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د قاضي خليل الله په وينا، نزدې ٢٥ ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي؛ خو د ١٦ هغو ټپيانو چې رغتيايي وضعيت يې ښه نه دى؛ لا هم په بېلابېلو روغتونونو بستر دي او درملنه يې روانه ده.‎

په مسجد الحرام کې دا کرين په داسې وخت کې راپرېوتى چې تېر کال سعودي عربستان د دې مسجد د پراخولو چارې پیل کړې؛ غواړي دا مسجد نور هم اوږد او پراخ کړي، چې هدف یې په یوه وخت د دوه میلیون لمونځ لپاره ځای چمتو کول دي.

د سعودي عربستان د چاراکيو په وينا، په مسجد الحرام کې پر حاجيانو د کرين د لوېدو پر مهال موسم خراب و چې په نتيجه کې يې شديد باران ورېده او توپاني سيلۍ هم ورسره الوته.

په مسجد الحرام کې دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د راپورنو له مخې د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه نزدې ١٠ لکه مسلمانان د حج کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي او اټکل کېږي چې په راتلونکيو ورځو کې به دا شمېر ٣ ميليونو ته ورسېږي.

که څه هم د سعودي عربستان چارواکيو لا تر دې دمه په مسجد الحرام کې د کرين د لوېدو په پېښه کې د قربانيانو د هويت په اړه معلومات نه خپاره کړي؛ خو د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وکاس سوروپ هم په خپلې ټوټيټر پاڼې ليکلي چې په دغه پېښه کې ٩ هنديان هم ټپيان شوي دي.

‎په عين حال کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي هم وايي چې په دغه پېښه کې يو ١ افغان حاجي وژل شوى او ٢٩ نور ټبيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په مسجد الحرام کې د کرين د لوېدو تر پېښې څو کاله مخکې په ۲۰۰۶ کال هم د حاجیانو د ډېرې ګڼې ګوڼې او د ځای د تنګوالي له امله په رمى کې د ټېل ماټېل په نتيجه کې ۳۵۰ حاجیان مړه شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdccseqsp2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته