دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 112319
د مخابراتو وزیر وايي د انترنټ سرعت به څلور برابره لوړ کړي
تاند- د افغانستان د مخابراتو نوی وزیر ژمنه کوي چې په هیواد کې به د انترنټ سرعت څلور برابره زیات کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت د اجرااتو د ښه کېدا په سل ورځني پلان کې ویلي چې د انترنټ اسانتیا به ډېره او چټکه کړي.
ده وویل، د دې لپاره چې د ټیلي کمونیکئشن په سیکتور کې ښه والي راوړل شي او خلکو ته د ښه کیفیت خدمات وړاندې شي، د اړوندو اورګانونو ترمنځ به همږغي ډېره کړي.
په وروستیو دیارلس کلونو کې افغانستان د مخابراتو په برخه کې اوچت ګامونه اخیستي خو د افغانستان انترنټي خدمات لا هم په نړۍ کې کمزوري دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دا هم وویل چې هڅه به وکړي چې د انترنټ بیه ټیټه کړي.
ښاغلي وحیدي وویل چې د افغانستان د انترنټ اوسنی سرعت (STM16) دی چې په ۱۰۰ ورځو کې به د نوري فایبر په وسیله (STM64) ته لوړ شي.
ده وویل چې اوس له تورخم بندره تر مزاشریف پوري نوري فایبر تېر شوی دی.
د مخابراتو وزیر وویل چې د حکومت ۱۰ بېلابېلو اورګانونو ، ۱۰ پوهنتونونو او ۱۵ ښوونځيو ته به د ویدیو کنفرانس اسانتیا برابره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccsiqso2bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته