دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 97711
جمهوررئیس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش سره نن غرمه په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د پرمختګ په اړه جمهوررئیس حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
ښاغلي یان کوبیش وویل چې د رایو د تفتیش بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی خو د روان کال د وږي د میاشتې تر یوولسمې ( سپټمبر۲ ) پورې د دغه بهیر پای ته رسېدل ممکن نه دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي هیله څرګنده کړه چې د رایو د تفتیش بهیر به د روان کال د وږي د میاشتې تر نولسمې ( سپټمبر۱۰ ) پورې پای ته و رسېږي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه په یوه لیک کې د ټولو انتخاباتي رایو د سل په سلوکې د تفتیش په موخه د اګست له دویمې څخه د یوې میاشتې لپاره د نوي جمهوررئیس د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې وه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsmqo.2bqms8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته