دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 107810
جمهور رئیس غني د ښاري اصلاحاتو او پراختیا د کمیسیون له غړو سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د ښاري اصلاحاتو او پراختیا د کمیسیون له غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د دغه کمیسیون غړو د خپلو پلانونو او اقداماتو په باب غونډې ته رپوټ وړاندې او څرګنده یې کړه چې د ښاري اصلاحاتو او پراختیا د کمیسیون په جوړېدو سره وظیفوي تداخل له منځه تللی او په چاروکې همغږي زیاته شوې ده.
په مقابل کې جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د کابل ښار لپاره باید د څښاک د اوبو طرحه برابره شي چې له دې اړخه د کابل ښاریانو ستونزې حل شي.
جمهور رئیس همدا راز وویل چې په راتلونکو کلونوکې د کابل په ښارکې د څښاک د اوبو له کمښت څخه د مخنیوی لپاره دې لازم تدبیرونه ونیول شي او په نوي کابل کې دې د اوبو د شتون د څرنګوالي په اړه مطالعات ترسره شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې د انجنیرۍ په برخه کې د افغانستان داخلي ظرفیت دې وڅېړل شي ترڅو له داخلي ظرفیتونو څخه په سم درک سره وکولای شو لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونه طرحه او تطبیق کړو او په دې هم پوه شو چې د څه ډول پروژو د مدیریت ظرفیت لرو او په کومو مواردوکې بهرنیو مرستو ته اړتیا لرو.
جمهور رئیس غني وویل چې د چاپیریال ساتنې لپاره باید یو سم پلان برابر شي او د کابل په ښارکې د شنو سیمو د زیاتوالي لپاره دې لا ډېر کارونه ترسره شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز څرګنده کړه چې د کابل له غرونو څخه د استفادې څرنګوالی دې وڅېړل شي او د ترافیکو او د ښاري ترانسپورت د حالت د ښه والي لپاره دې اساسي او منسجمې طرحې او پلانونه ترلاس لاندې ونیول شي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccsmqsx2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته