دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 119817
د ايدز دمخنيوی او زيانمنو ته د خوندي درملنې د رسونې لپاره لازياتې پانګونې او پاملرنې ته اړتياده
 دعامې روغتيات، د روغتيا نړيوال سازمان او کليدی شرکاوو نن د ايدز نړيواله ورځ يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځله چې په هغې کې حکومتي چارواکو، مدني ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو استازو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د اچ آی وي د خپريدو مخنيوی کوي. سره له دې چې د اچ آی وي کچه ټيټه ده، خولازمو هلوځلو ته اړتياده ترڅو د اغيزمنو وقايوي ستراتيژيو په پلي کولو سره هغو کسانو ته لازم خدمات وړاندې کړي کوم چې د اچ آی وي د اخته کيدو د خطر سره مخ دي.

دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز وويل: د اچ آی وي/ايدز نړيواله ورځ مونږ ته دا فرصت په لاس راکوي چې د اچ آی وي د مخنيوي په باب خپلي ژمنې له سره نوې کړو. د وروستيو کلونو په بهير کې د اچ آی وي د غوره تشخيص په برخه کې د افغانستان وړتياوې دڅارنې سيستم د غښتلي کيدو، د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړيدو او د اچ آی وي د خدمتونو د کيفيت او د وينې د آزمايښتو د ښه والي له کبله، وده موندلې ده. مونږ دا بايد يقينې کړو چې د اچ آی وي با کيفيته روغتيايي خدمتونه ټولو اړو کسانو ته رسيږي.

د ايدز د کنټرول ملي پروګرام او دعامې روغتيا وزارت تر دې دمه ۱،۸۷۴ تنه هغه کسان يې راجستر کړي دي کوم چې په افغانستان کې د اچ آی وي په لرو سره ژوند کوي چې دهغې جملې څخه ۸۰ سلنه کسان يې نارينه دي. د نړۍ په کچه، د اچ آی وي د خپريدو مخنيوی شوی دی، د نوې اخته کيدو کچه تر ۳۵ سلنه را کمه شوې او د ايدز له امله د مړينې کچه تر ۲۴ سلنه پورې ټيټه شوې ده. اوس مهال اچ آی وي د ادارې وړ په يوه مزمنه نارغۍ اوښتې ده.

لازمو او تشديدي هلوځلو ته اړتيا ده ترڅو د اچ آی وي مخنيوی يقيني کړل شي او د درملنې خدمتونه هر يوه اړ کس ته ورسيږي. دامهال د سلاورکوني او آزمايښتي خدمتونه په ۱۰ ولايتونو کې د لاسرسي وړ دي او نږدې ۶۵۰ تنه هغه کسان چې د اچ آی وي په لرلو سره ژوند کوي، په دوو ولايتونو کې د وايرسې ضد درملنه ورته ورکول کيږي. پنځه روغتيايي مرکزونه حامله ميندو ته، له مور څخه ماشوم ته د اچ آی وي د ليږد د مخنيوي لپاره خدمات وړاندې کوي.

د اچ آی وي آزمايښتي ميتودونو غښتلي کول، درملنې ته د لاسرسي پراختيا او د وايرسي ضد درملنې مرکزونو زياتوالي، هغه لازمې او مهمې کړنې دي چې بايد د اچ آی وي د پراخيدو د مخنيوي په برخه کې ترسره شي. همداراز مونږ بايد د اچ آی وي د ستمګما ( ټولنيز ننګ او شرم) پر وړاندې مبارزه وکړو . د نړۍ په کچه يو مهم هدف دادی چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ايدز د ختمولو په برخه کې غښتلي پراختيايی پروګرامونه پلي کړو .
په افغانستان کې د اچ آي وي ليږد د زرقی مخدره توکو د استعمال کوونکو تر منځ اوس هم شتون لري. د روږدي توب سره مقابله، د اچ آی وي د کنترول اصلی کلي ده. عامې روغتيا وزارت دې ته ژمن دی چې لازم روغتيايي خدمتونو د روږدو کسانو د درملنې لپاره وړاندې کړي ترڅو هغوی د هروئين او ترياک له استعمال څخه ډډه وکړي.

همداراز پدې مراسمو کې یو شمیر نورو دولتی او غیر دولتی چارواکو د موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل ملاتړ يې د اچ آی وي د خپريدو د مخنيو په باب څرګند کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsoqsm2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته