دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 96820
د پاکستان صدراعظم د هغه ادعاوو د پلټنې ژمنه کړې چې په انتخاباتو کې یې د درغلیو په اړه کړې وې
د پاکستان صدراعظم نوازشریف د اپوزیسیون د هغو ادعاوو په تړاو د خپلواکې او شفافې پلټنې ژمنه کړې چې د تیرکال په انتخاباتو کې یې د درغلیو په اړه کړې وي.
شریف دا څرګندونې پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وکړې او هغه یې په هېواد کې د سیاسي شخړو د کمولو یوه هڅه وبلله.
دا خبرې داسې مهال کیږي ټاکل شوې دوې ورځې وروسته د شریف د دوو سیاسي مخالفینو عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ په پاکستان کې اعتراضونه وشي.
خان او قادري دواړه ادعا کوي چې د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې چې شریف یې واک ته ورساوه، درغلي شوي دي.
صدراعظم شریف ویلي، چې د خلکو د اعتراضونو د حق درناوی کوي، خو وایې پارلماني استازي د سړکونو په مظاهرو نه شي تعینیدلی.
تیره اونۍ د پاکستان په ځینو برخو کې وروسته له هغه شخړې راپورته شوې چې د قادري پلویانو په لاهورښار کې له پولیسو سره د څو ورځو لپاره جګړه وکړه.
د اګست څوارلسمې ته ترپلان شویو اعتراضونو وړاندې په دغه هېواد امنیتي تدابیر کلک شوي او زرګونه اضافي پولیس د دغه هېواد په څو ښارونو کې ځای پرځای شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccx4qo.2bqei8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته