دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 108800
اجرائيه رئیس د ټاپې پروژې غړو هیوادونو له ګډ پلاوي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار په سپېدار ماڼۍ کي د ټاپې د ګډي پروژې له هیئت سره، چي په کابل کي یې ددې پروژې اړوندو کارونو د پیل لپاره غونډه درلوده، ولیدل.
د ګازو پایپ لاین یاده پروژه، چي پکښي ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هیوادونه شریک دي، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند هیوادونو ته ګاز لېږدوي.
ددې ګډي پروژې د غړو هیوادونو استازو پرون په کابل کي غونډه وکړه او نن یې د وروستیو پرمختګونو او فعالیتونو په اړه د افغانستان اجرائیه رئیس ته راپور وړاندي کړی.
ددغه هیئت غړو وویل، چي د افغانستان لخوا د پروژې د پيل لپاره کارونه په بې سارې توګه چټک سوي او دا چټکتیا د حکومت د پخې ارادې او همکارۍ ښکارندوي کوي، چي د کار شروع ته یو ښه زیری دی.
هغوی وویل، چي په دې پروژه کي د ګډون لپاره ډېرو کمپنیو او لویو شرکتونو علاقه ښکاره کړې او دوی به ډېر ژر د ۴ هیوادونو د کمپنیو کنسورشیم ټاکلو لپاره کارونه پای ته ورسوي.
یادو استازو زیاته کړه، چي د تيري ورځي په ناسته کي د پروژې د عملي کار پر شروع کېدو بحثونه سوي او دوی به ډېر ژر د ټاکل کېدونکي کنسورشیم او مشرۍ لپاره د شرایطو ټاکلو یو تفاهم لیک چمتو کړي.
دوی وړاندي وویل، چي دفعتاً ټول څلور هیوادونه ۲۵٪ د یادي پروژې ګډونوال دي او هر کله، چي کنسورشیم ټاکل کيږي، بیا به د یادو هیوادونو د شرکتونو ترڅنګ د پروژې مشري د کنسورشیم په واک کي وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاپې پروژې د غړو هیوادونو له استازو او حکومتونو مننه وکړه، چي دا هڅه یې په جدي توګه څارلې او د پیل لپاره یې ټول کارونه پای ته رسولي دي.
نوموړي وویل، چي ددې پروژې عملي کېدل نه یوازي په یادو څلورو هیوادونو کي د انرژۍ زیاتولو سره مرسته کوي، بلکه ګڼ شمېر نورو اقتصادي او پرمختیايي فرصتونو ته دروازه پرانیزي.
هغه زیاته کړه، یو وخت دې پروژې کي برخه اخستني ته یوازي یو یا دوه شرکتونه اماده ول، خو له ښه مرغه چي اوس په دې برخه کي علاقه زیاته سوې ده.
اجرائیه رئیس وویل، چي افغان حکومت ددې پروژې د پلي کېدو لپاره ټول امکانات په کار اچولي او د ټولو ستونزو له منځه وړلو لپاره یې جدي کار پیل کړی.
ډاکټر عبدالله په نني مجلس کي افغان لوري ته هدایت وکړ، چي په دوی پوري ټولي مربوطي چاري دي په معین وخت او زمان کي پای ته ورسوي او د پروژې د پیل لپاره دي زمینه مساعده کړي.
د ټاپې پروژې د غړو هیوادونو د استازو جلسه به نن هم کابل کي دوام کوي او د پروژې د پیل لپاره معین وخت او د کنسورشیم ټاکني لپاره تفاهم لیک به چمتو کوي.

https://avapress.com/vdccx4qsx2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته