ننګرهارچارواکی ویلی دی، په دی ولایت کي ملي امنیت ځواکونو ۵ تنو چې د انسان تښتونې لاس درلود نیولي دي.
د افغان غږ(آو) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه رسنیو ټه ویلی، یاد کسانو د انسان تښتونې کې لاس درلود، او یاد ولایت جلال آباد ښار نيول شوی دی.
هغوی ویلی دی، ملي امنیت موظفینو دغه سړي تښتونکي د مرکز جلال آباد ښار په اړوندو سیمو کې نیولي دي.
د یاد وړدی، په تیرو ۲۴ ساعتونو د ننګرهار کې د هیواد امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۱۴ داعش وژل شوي دي.
خوږ یاني وایی، هوايي عملیاتو د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې وسله والو وژلی دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.