دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 97270
د افغانستان د سرحدي پوليسو عمومي قومندان پرون په باکوکې د اذربايجان د سرحدي ځواکونو له عمومي رييس سره وکتل.
د اذربايجان د سرحدي ځواکونو عمومي رييس ډګرجنرال ايلچين ګولي يف فرانس پريس خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له عمومي قومندان ډګر جنرال محمد شفيق فاضل سره يې پر سرحدي مسايلو او د هېواد د پولو د ساتنې پر تدابيرو خبرې وکړې.
ډګرجنرال فاضل د اذربايجان د سرحدي ځواک په ۹۵ کاليزه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
حاضردمه د افغانستان يو شمېر سرحدي ځواکونه په اذربايجان کې تر روزنې لاندې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxiqo.2bqmm8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته