د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې ۱۱ قراردادونه او تدارکاتي موضوعات د پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت تصویب کړ.
په دې پروژه کې له چغچران څخه تر ګردن دېوال پورې د سرک جوړولو، د اقینې بندر سرک او تاسیساتو پروژې، د هېواد ۳۴ ولایتونو ته اته زره ټنه څخه زیات کرنیز تخم او ۲۰ زره ټنه یوریا کوډ انتقالات، د کابل په پنځو ولسوالیو او د کندهار په درې ولسوالیو کې د بې بضاعته کورنیو ملاتړ پروژه، د ملي اردو د قطعاتو صحرایي تحکیماتو ساختماني چارې او د چاریکار کانال پروژو مهالنی تمدید او د بادغیس ولایت د قلعه نو برېښنا لین سب سټېشن نصب تائید شو.
له بل لوري د حیرتان – مزارشریف د تخلیې او بارګیري، د سمنګان د کلي بندونو جوړول او د بلخ ولایت د شادیان تنګي پروژو تدارک د زیاتې ارزونې او نیمګړتیاو د رفعه کولو په موخه اړوندو ادارو ته ور وګرځول شوې او د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت ریاست اړوند د ۲۶ قلمه اعاشوي موادو تدارک قرارداد د قانوني معیارونو د نه پوره کولو له امله رد شو او پرېکړه وشوه چې باید بیا داوطلبۍ ته کېښودل شي.
ملي تدارکاتو کمیسیون پر دې سربېره د ۶۰ عرادې تراکتورونو او ۹۰ عرادې لندلایزرلیول قرارداد د فسخې په بنا د کرنې او مالدراۍ وزارت پیشنهاد په پرنسیب کې د قراردادي شرکت د اعتراض د ارزونې په شرط تائید کړ.
په دې غونډه د ملي تدارکاتو کمیسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار ادارې، د ولسي جرګې ملي اقتصاد کمیسیون، د شفافیت پارلماني کاکس او غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې د شفافیت څارونکو هم ګډون کړی وو.#
پ