دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 102806
په کابل کې دوو چاودنو یو کومانډو وواژه او ۶ سرتېري ټپیان کړل

تاند- د افغان امنیتي چارواکو په وینا په پلازمېنه کابل کې نن دوې چاودنې وشوې چې په یوې کې یې ۶ افغان سرتېري ژوبل شول.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي رسنیو ته وویل، نن سهار وختي د سړک د غاړې یوې بمي حملې د ملي اردو د ځواکونو یو میني بس په نښه کړ چې په نتیجه کې یې شپږ سرتېري ژوبل شول.
د وروستي راپور پر اساس په دې چاودنه کېد کابل په خواجه نور سیمه کې وشوه، یو افغان کومانډو وژل شوی او شپږ نور ژوبل دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر وویل چې دوهمه چاودنه له لومړۍ هغې څو ساعته وروسته د ښار په مرکزي برخه کې وشوه خو له کبله یې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو په ځانګړي ډول په مرکز کابل کې بمي بریدونو ته زور ورکړی دی.
پرون په کندوز کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې شپږ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
د یکشنبې په ورځ د پکتیکا په یحیا خېلو کې په یوه ځانمرګی برید کې ۵۷ تنه ووژل شول او ۸۵ نور ژوبل شول.
د پکتیکا برید له ۲۰۱۱ را په دې خوا د تلفاتو د شمېر له نظره تر ټولو خونړۍ حمله وه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxiqse2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته