دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۲۱
د مطلب کود : 155808
کاپيسا ولایت کي ۶ تنه ترهګر وژل شوی دی او ۴ نور ټپیان دی
ویلکږی، د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د افغان امنیتی پوځي عملیاتو په ترڅ کې، ۶ تنه ترهګر وژل شوي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو سرګندوی، ددغه عملیاتو کی ۴ تنه نور ترهګر ټپيان شوي دي.
ډګرمن شیرین اغا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند په دی اړه زیاتیوی، چې یاد عملیات د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه او پچغان دره کې له ملي پوځ سره په همغږۍ سره د افغان ملي امنیت د صفر یک قطعې له خوا په عملیاتو په لاره وا چول شول.
دوی د یاد عملیاتو د افغان پوځي د ځوکوانو د مرګ ژوبلی مالومات وړنکره.
خو تر اوسه ددولت مخالفینو په دی اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdccxpqs42bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته