دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 115505
د مخدروموادو یوافغان قاچاقبرپه تاجکستان کې ووژل شو
د مخدروموادو یو افغان قاچاقبرپرون [سه شنبه] په تاجکستان کې ووژل شو.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې پرون وویل، دې قاچاقبر هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې مخدرمواد ورولیږدوي.

د دې ادارې خبر پاڼه وايي: ((د ملي امنیت د دولتي کمیټې غړو د هغه نیولو هڅه کوله خو هغه مقاومت کاوو او بلاخره وویشتل شو.

هغه یو کلاشینکوف، یو کیلوګرام چرس او څه باندې ۸ کیلوګرامه اپیم درلودل.))

پیښه د تاجکستان په فرخار ولایت کې شوې او یو کلیوګرام چرس هم نیول شوي دي.
د دې قاچاق وړونکي هویت نه دی څرګند شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxpqsp2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته