دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 100709
۱۸تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان، کندهار ، زابل ، ارزګان ، غزنی ، خوست  او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۸ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،  ۴ تنه ټپیان او۴  تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
 
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۲۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د غزنی ، کندهار او لغمان ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول
https://avapress.com/vdccxxqso2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته