دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 100501
د ظریف، کیري او اشتون درې اړخیز مذاکرات پاې ته ورسیدل
په ویانا کښې د ایران او امریکې د خارجه وزیرانو محمد جواد ظریف او جان کیري او د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست د مسئولې کاترین اشټون ترمینځ درې اړخیز مذاکرات د خبرواترو له دریو پړاونو وروسته تیره شپه پاې ته ورسیدل.
د ایرنا د رپورټ له مخې طرفینو په دغو مذاکراتو کښې د یورانیمو د پخولو د اندازې، د ایران په خلاف د بندیزونو د ختمیدو د مهال ویش او د وروستۍ موافقې د مودې په شان د فاینل موافقې په سر د پاتې اختلافاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
ټاکل شوې چې نن په ځايي وخت د غرمې ۱۱ بجې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف او د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست د مسئولې میرمن کاترین اشتون په مشرۍ د ۵+۱ ډله هیوادونو له استازو سره د ایران مذاکرات پیل شي.
ایراني پلاوی چې په مختلفو ماهرانو کچو یې د سه شنبې له ورځې نه له امریکايي پلاوي سره خبرې اترې درلودلې، ټاکل شوې چې نن د روسې او چین له استازو سره دوه اړخیز ملاقاتونه ولري.
د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي مذاکراتو اتم پړاو د روانې اونۍ د نهې په ورځ په ویانا کښې د ایران او امریکې د مرستیال خارجه وزیرانو او بیا د دواړو هیوادونو د کارپوهانو په خبرواترو سره پیل شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxxqss2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته