دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 121879
د ملي تدارکاتو کمیسیون ۴ قراردادونه فسخه کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو ادارو د تدارکاتي موضوعاتو په هکله بحث وشو، چې په پایله کې د ۶۰۰ ملیون افغانیو په ارزښت د فواید عامې وزارت دوه قراردادونه تائید شول. همدارنګه د ملي دفاع وزارت یو قرارداد او د فواید عامې وزارت د سرک جوړولو د پروژې ۴ قراردادونه چې له څوکلونو راهیسې یې ښه او باکیفیته کاري پرمختګ نه درلود او د ځینو دلایلو پر بنسټ ځنډول شوې وې، فسخه شول.

د ملي تدارکاتو کمیسیون پخوا د دغو پروژو د ارزولو په موخه د اقتصاد وزارت په مشري یو ګډ پلاوی ګومارلی وو، چې له فواید عامې وزارت او د دې پروژو له قراردادیانو سره خبرې وکړي او د دغو پروژو د برخلیک په هکله خپل مشخص وړاندیز د ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې کړي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون همدارنګه پرېکړه وکړه، د دې پروژو هغه قراردادیان چې د قرارداد د شرایطو مطابق یې د پروژو د بشپړولو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، د محرومیت د ارزولو او د عدلي او قضایي تعقیب په موخه اړوندو مراجعو ته معرفي شي.

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې د شرکتونو تر منځ د سالمې فضا او موثر رقابت او په راتلونکي کې د زیربنایي پروژو د مناسب قېمت او کیفیت د تامین په موخه د ظرفیت له پلوه د شرکتونو د درجه بندي بهیر چټک شي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، هر شرکت او قراردادي چې د پروژو چارې د قرارداد د شرایطو مطابق او په لازم کیفیت تطبیق نه کړي، نو د قانون مطابق به چلند ورسره وشي.

په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو او د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5f0fnyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته