دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 99107
د استاد رباني د درېیم تلین په مناسبت په کابل کې یو لړ مراسم ترسره کیږي

د افغانستان د مخکیني جمهور رییس پروفیسور برهان الدین رباني د وژل کېدو د دریم تلین په مناسبت نن په کابل کې یو لړ مراسم جوړ شوي دي.
د دغو مراسمو د ترسره کولو کمیسیون له لوري په کابل کې رخصتي هم اعلان شوې او دا مراسمو په وزیر اکبرخان غوندۍ کې د ښاغلي رباني پر مقبرې د ګلو د ګیډۍ له ایښودو سره سم پیل شوي دي.
د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو رییس محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل؛ تمه ده په دې، مراسمو کې چې نن د لویې جرګې په خیمه کې جوړیږي د ولسمشر کرزي په شمول لوړپوړي چارواکي برخه واخلي.
"له خپله ولسمشره نیولې تر هغو کسانو پورې چې په دې مراسمو کې د ګډون لیوالتیا لري؛ بلنه شوې چې د افغانستان د پخواني جمهور رییس او د سولې عالي شورا د مشر د شهادت د دریم تلین د درناوي په مراسمو کې برخه واخلي."
د سولې د عالي شورا مخکینی رییس چې د مجاهدینو په واکمنۍ کې د افغانستان جمهور رییس هم پاتې شوی له نن درې کاله مخکې په خپل کور کې په یوه ځانوژونکې حمله کې ووژل شو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5f0n.yt0nz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته