دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 98847
نږدې ۵ سوه تنه د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ورسیدل
د غه ټکی د میدان وردګو ولایت د حج او اوقافو رئیس ښاغلي رحیم الله د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو سره په ګډه جوړه شوې غونډه کې وکړ.
نوموړی زیاته کړه، سږ کال د ولسي جرګې د غړو،کوچیانو او مسؤلینو په ګډون د میدان وردګو ولایت څخه د حج فریضې ادا کولو په موخه ۴۹۰ تنه سعودي عربستان ته ولیږدول شول .
د هغه په وینا یاد حجاج د درې ورځو په ترڅ کې د بېلابېلو الوتکو په وسیله د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د یوې لارښودې ډلې سره یو ځای لیږدول شوي دي .
د حج او اوقافو رئیس د معلوماتو له مخې سږ کال یې له وړاندې د ټولو حجیانو لپاره سهولتونه برابره کړي او هغه ستونزې چې نورو کلونو کې به ورسره حجاج مخامخ وو،سږ کال مخامخ نشي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د حج او اوقافو ریاست هڅې وستایلې او د مننې ترڅنګ یې ورته لارښوونه وکړه،چې وخت په وخت په سعودي عربستان کې له خپلې لارښودې ډلې سره اړېکه ونیسي،ترڅو له ستونزو یې خبر او ورته د حل لارې چارې ولټول شي .
ده زیاته کړه،تېر کال هم د دغه ولایت یو شمېر حجیانو د مراسمو د ترسره کیدو پر مهال له یو شمېر ستونزو سره مخامخ وو،خو سږ کال هیله مند دی،چې حجاج له هیڅ ډول ستونزو سره مخامخ نشي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5j0n.yt0jo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته