دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 125479
په سوريه کي د اوربند سره سره ۳۱کسان وژل سوي
لویديځ چارواکو او د سوریې د سولې د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو استازي خبرداری ورکړی چی د اوربند هغه تړون چې په تېره جنوري میاشت کې سوی، د بشپړ ماتېدو له خطر سره مخامخ دی.

په سوریه کې د څلور میاشتنې اوربند سره سره په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ د شخړو په دوام کې د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل سوی دی.

د راپورونو له مخې حکومتي ځواکونو پلازمینې ته نژدې او په لوی ښار حلب کې د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمه باندي بمبار کړی او مخالفینو هم پر نورو سیمو باندې توغندي ورغورځولي دي.

لویديځ چارواکو او د سوریې د سولې د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو استازي خبرداری ورکړی چی د اوربند هغه تړون چې په تېره جنوري میاشت کې سوی، د بشپړ ماتېدو له خطر سره مخامخ دی.

په حلب ښار کې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمې حکومتي الوتکو پرون پرله پسې دوهمه ورځ بمبار کړې.

فعالانو دا د اوربند له ټینګېدو راهیسې تر ټولو سخت بريدونه بللي دي.



https://avapress.com/vdcd5k0fnyt0xo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته