دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 113571
امریکا دوه نیمې میاشتې نور د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول ته دوام ورکوي
تاند- د افغانستان د هوايي چلن چارواکو نن وویل، د امریکا متحدو ایالتونو منلې چې د افغانستان د هوايي قلمرو او هوايي ترافیک کنټرول ته دوه نیمې میاشتې نور هم دوام ورکوي.
امریکا ویلي و چې د روان جون په پای کې به د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول افغانانو ته وسپاري خو دې مسلې په دې خاطر چې افغانستان د ظرفیتونو له کموالي سره مخامخ دی، وېره زېږولې وه چې ممکن افغانستان پر خپل هوايي حریم د تېرېدونکو الوتکو د الوت د مسیر د بدلېدو له کبله په ملیونونو ډالر ګټه له لاسه ورکړي.
حاضردمه د افغانستان هوايي ترافیک د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ايتلاف یا بهرنیو کمپنیو له لوري اداره کېږي او له ۲۰۰۱ څخه یې مصرف مرستندوی هیوادونه ورکوي.
1د افغانستان د ملکي هوايي چلند یوه چارواکي محمد قسیم وفايي زاده اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي ترافیک د کنټرول دوه نیمې میاشتې اوږدېدا به افغانانو ته د دې برخې له مناسب لېږد سره مرسته وکړي او له بلې خوا به بله نړیواله کمپنۍ دا مسوولیت په غاړه واخلي.
ده وویل چې له بلې کمپنۍ سره قرارداد شوی دی خو د هغې نوم یې یاد نه کړ.
نور افغان چارواکي هیله لري چې د سپټمبر تر نیمايي پوري به د دې برخې لپاره خپل کسان وروزلی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5s0ffyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته