دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 113878
محکمه دې ټولې پرېکړې عادلانه وکړي
د میدان وردګو والي د دغه ولایت استناف محکمې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغه محکمې له ټولو مسؤلینو وغوشتل چې د ټولو دوسیو د څېړنې او پرېکړو پر مهال د بې طرفۍ په ترڅ کې له پوره عدل او انصاف څخه کار واخلي .
د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات نن ( چهارشنبه) د استناف محکمې په مقام کې د عدلیې،قضایي او نظامي ارګانونو د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې،چې د ولایتي شورا غړو سره بېره د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو هم په کې ګډون کړی وو،په دغه ولایت کې د ټولو ارګانونو ترمنځ په هغمږۍ ټینګار وکړ.
نوموړی وویل ټولو ادارو ته د کاري وسایلو او مناسب ځای د برابرولو ترڅنګ د دوی د امنیت په خوندیتوب کې به چې ولایت مقام پخپله برخه کې پوره هڅې وکړي،خو دغه ټولې چارې په دغه ولایت کې د ټولو ارګانونو ترمنځ د پوره همغږۍ په ترڅ کې ترسره کیږي .
ده همدا راز ټینګار وکړ،چې ټولو علنیو محکمو کې دې د ولایت مقام سربیره ټولې ادارې راوبلل شي او د محکمې ټولې پرېکړې دې په پوره عادلانه توګه ترسره شي .
د میدان وردګو ولایت د استناف محکمې سرپرست قضاوت پوه عبدالصبور مهمند د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې له کلونو وروسته په لومړي ځل د دغه ولایت والي له محکمې څخه لیدنه کوي .
ده ژمنه وکړه،چې ټولې قانوني کړنې به د ولایت مقام سربېره په دغه ولایت کې له اړونده ادارو سره په پوره همغږۍ ترسره کوو.
د یادې محکمې سرپرست د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې ټولې ترسره کړې پرېکړې د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي او له دې وروسته به هم د قانون په رڼا کې د ټولو پرېکړو پر مهال له پوره عدل او انصاف څخه کار اخلو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5s0fjyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته