دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 113670
کانونو ته مو د مرکزي ادارې د ځآنګړې پاملرنې هڅې پیل کړي

دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په افغانستان کې د ثبات په موخه د کان کېندنې،پانګونې او پرمختګ ادارې له امنیتي مسؤل مایکل مایک وارن سره د لیدنې په ترڅ کې وکړې .
نوموړی زیاته کړه، میدان وردګ د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی،چې د نورو برخو سربیره یې کانونو ته پاملرنه کولای شي،چې د دغه ولایت د اولسونو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي .
هغه وویل په همدې موخه یې هڅې پیل کړي،ترڅو د مرکزي ادارې له لورې د دغه ولایت کانونو ته ځانګړې پاملرنه وشي او په دغه برخه کې پانګونه او پرمختګ وشي.
د میدان وردګو والي ډاډ څرګند کړ،چې په یادو برخو کې به کارکوونکو ته په هره برخه کې ښه زمینه برابره کړي . په افغانستان کې د ثبات په موخه د کان کېندنې،پانګونې او پرمختګ ادارې امنیتي مسؤل مایکل مایک وارن د میدان وردګو والي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه،ادارې د کانونو وزارت په چوکاټ کې په یادو برخو کې کار کوي .
دوی ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به د ولایت مقام په غوښتنه او همکارۍ په یادو برخو کې جدي عملي کړني ترسره کړي .
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې ۴۲ کانونه موندل شوي،چې مسؤلین ترې د ښه ګټې اخیستنې د زمینې برابرولو هڅه کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5s0fzyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته