د پکتیکا د امنیت امرسمونوال عبدالروف مسعود رسنیو ته ویلی دي، په پکتیکا کې د یوې ماین چاودنې له امله ۱۲ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د پکتیکا ولایت سیمه ييزچارواکي د پېښې څرنګوالي په اړه وویل، چې لومړی لاسي بم او ورپسې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکې وچول، او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
دغه چاودنه دچهارشنبه ورځ د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا د امنیت امر سمونوال عبدالروف مسعود وای، چاودنه د مرکز ښرنې د شهیدانو څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
ولیګږي. د چاودنې مسؤولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.