دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 107569
امریکا دافغانستان دجنګ او ناامنۍ ددوام اصلي عامله ده .
دکابل چاپ د ویسا ورځپاڼې مسوول چلونکي ټینګار وکړ تر هغه وخته چې امریکا په کامل ډول له افغانستان څخه ونه وځي په دغه هیواد کښې به جنګونه او ناکرارۍ دوام ولري .
محمد ذبیر شفیقي پرون له تهران رادیو سره په مرکه کښې وویل امریکا اراده لري په افغانستان کښې د داعش دترهګرې ډلې د نفوذ په دسیسې سره په دغه هیواد کښې دخپلو پوځیانو شتون تثبیت کړي او په دې ډول به افغانستان داځل له داعش سره په جنګ کښې ښکیل شي .
دکابل د ویسا ورځپاڼې مسوول چلونکي ذبیر شفیقي وویل ولسمشر اشرف غني باوري دی چې دپخواني ولسمشر کرزي سیاستونه د جنګ ددوام سبب شوي دي په همدې خاطر غواړي داځل پاکستان ته نږدې شي چې دافغانستان جنګ پاې ته و رسوي .
امریکاله سعودي عربستان ،انګلستان او نورو عربو هیوادونو او دغه راز له پاکستان سره یوځاې اوس دطالبانو او القاعده ډلې پروژه په داعش دبدلولو په حال کښې ده او کوشش کوي په افغانستان او پاکستان کښې دداعش ډلې فعالیتونه پراخ کړي .
حال دا چې په پاکستان او افغانستان کښې زیاتې ترهګرې ډلې شته او ددغو ترهګرو ډلو نوم په داعش بدلول دي .
داعش دامریکا او سعودي عربستان په لاس کښې یواوزار دی چې دخپلو ګټو لپاره ترې استفاده کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd950fnyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته