دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 141462
په ارزګان کې ۳۸ کرنیزې شنې خونې جوړې شوې

کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت لخوا په ارزګان ولایت کې ۳۸ کرنیزې شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، یاده هره یوه کرینزه شنه خونه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۶ متره پراخوالي او ۱۲ متره اوږدوالي په مساحت سره د هندوستان هیواد په مالي ملاتړ په ټولیز ډول سره د ۹.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو شنو خونو څخه ګټه اخیستونکي به تر ټولوښه حاصل تر لاسه کړي او د هر موسم حاصلاتو لاسته راغلي عواید یې ۲۰ زره افغانیو ته رسیږي.
همدا راز ددې شنو خونو په خاوندانو باندې د ارزګان ولایت دکرنې ادارې لخوا یوه اندازه د سبزیجاتو اصلاح شوی تخمونه، کرنیز وسایل، نباتي درمل او کیمیاوي سره هم ویشل شوي دي.
د نوموړو کرنیزو شنو خونو له جوړیدو څخه اصلي موخه د یادو کروندګرو څخه ملاتړ او د هغوی د اقتصادي حالت ښووالي یاد شوي دی.
بله خوا په پام کې ده، چې د روان کال په لړ کې، په ارزګان ولایت کې ۳۷ نورې وړې او لویې شنې کرنیزې خونې هم جوړې شي.
د یوه بل خبر په اساس د ارزګان د کرنې ادارې لخوا په ۵۰۰ د کرنې شغل لرونکو ښځو ۲۸۰ کیلو ګرامه د سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه هم ویشل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9f0fxyt0oo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته