دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 121860
کري او لاوروف د سوریې د سولې په اړه خبرې کوي
سبا په ژینو کې د سوریې د سولې په اړه غونډه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په ټلیفوني خبرو کې په سوریه کې د سولې پر مذاکراتو خبرې وکړې.

ټاکل شوي چې دغه خبرې ډېر ژر د ملګرو ملیتونو په ملاتړ په ژینو کې تر سره شي.

جان کري د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې و؛ تر څو د سوریې حکومت له مخالفینو سره وګوري.

جان کري د سعودي دبهرنیو چارو د وزیر عدل الجبیر سره یو ځای په ریاض کې وویل:

"زه باور لرم چي په یوه ښه ابتکار سره په راتلونکو دو ورځو کې دغه خبرې یوه لاره پیدا کړي او د ملګرو ملتونو خاص استازي سټیفن ډي-ميسټورا په مناسبه توګه د خبرو لپاره همږغي رامنځ ته کړي."

خو اوس هم پوښتنه دا ده چې په غونډه کې څوک د سوریې د اصلي مخالفانو په توګه ګډون کوي.

د جنوري په ۲۰مه د جان کري او لاوروف تر کتنې وروسته په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه واقعي هیئت په توګه د سوریې مخالفینو ته توجه شوې.

تېره اوونۍ د سوریې د مخالفینو ګډ ایتلاف د یوه ګډ هیئت وړاندیز وکړ؛ خو مسکو انتقاد کوي چې د دغه ایتلاف مشري د جیش الاسلام په نوم یوه افراطي ډله کوي.

دغه ډله د سعودي عربستان د ملاتړ څخه برخمنه ده او مسکو يې د یوې ترویستي ډلې په توګه پېژني.

کردي اقلیت چې د سوریې په مخالفینو کې شمېرل کېږي د دغه هیئت له وړاندیز سره مخالفت ښودلي.

ټاکل شوې چې د سوریې د سولې په مورد خبرې سبا په ژینو کې پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9f0fzyt0xj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته